غزه کې د فلسطین غیر دولتي سازمان ریاست ویلي، که غزې ته د بشري مرستو د ننه کېدو لپاره امنې لارې برابرې نه شي وضعیت به نوره هم خراب شي. د غزې رسنیو مرکز د یاد سازمان رئیس له قوله راپور کې ویلي، غزې ته تلونکې مرستې خورا کمې دي او اشغالګر قصداً د مرستو مخنیوي ترڅنګ هغه فلسطينیان په نښه کوي، چې د مرستو د ترلاسه کولو مرکزونو ته روان وي. یاد سازمان د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش غوښتي، چې د غزې تړانګه له ناورین ډکه سیمه اعلان کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د غزې تړانګه کې د صهیونیستي رژیم تازه بریدونو کې ۱۰۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



