چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

دایکنډي کې د رزمي لوبو څلورم پړاو سیالۍ ترسره شوې

دایکنډي کې ورزشي مسئولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې د زرمي لوبو څلورم پړاو سیالۍ د کابل، بامیانو او دایکنډي ولایتونو د ۹۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې. د دایکنډي د بدني روزنې او ورزش امر ناصر حقیقت ويلي چې دغه سیالۍ ‎له دې ادارې سره په همکارۍ او همغږۍ د کابل، دایکنډي او بامیان ولایتونو د ۹۰ ورزشکارانو په ګډون وشوې. هغه د یادو لوبو د ترسره کېدو موخه رزمي ورزشونو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو پېژندل یاد کړي دي. په ورته مهال، د یادو سیالیو یوه ګډونوال محمد حسیني د دغه ډول لوبو ترسره کېدل د لوبغاړو د ودې او پرمختګ لپاره ګټور وبلل. هغه زیاته کړه چې په دغه ډول سیالیو کې د ورزشکارانو ګډون، د لوبغاړو ترمنځ د مهارتونو زده کولو او تجربو شریکولو لامل ګرځي.

- Advertisment -spot_img