د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د دېګ بخار جوړولو لومړنۍ کارخونې خپل فعالیت پیل کړی دی. د «منصور هاشمي» په نوم دغه صنعتي کارخونه د سیمهییزو مسئولینو، قومي مشرانو او دیني علماوو په شتون کې پرانیستل شوه او د دېګ بخار د تولید برخه کې یې فعالیت پیل کړ. د دغې کارخونې رییس سید ذبیحالله هاشمي ویلي، په دغه کارخونه کې چې د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په پانګونې جوړه شوې، د ورځې به له ۳۰۰ تر ۱۰۰۰ دانې دېګ بخارونه تولید شي. هغه زیاته کړه چې د دې کارخونې په بېلابېلو برخو کې ۱۰۰ ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. بلخوا، د جوزجان د چاپېریال ساتنې ادارې رییس قاري عبدالحی عمر مختار د یادې کارخونې د فعالیت پیلېدل د اقتصادي ودې او دغهراز د بېکارۍ کچې ټیټېدو برخه کې یو اغېزناک اقدام وباله.



