د پاکستان فدرالي کابینې پرېکړه وکړه چې دغه هیواد ته د افغانستان د وارداتو تعرفې دې ټیټې شي. د پاکستان د نیوز ۲۴ ټلویزیوني چینل د راپور له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې تېره اوونۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د «ژر نتیجه ورکوونکي» سوداګریز پروګرام په اړه موافقه وشوه، چې هدف یې د دوهاړخیزې سوداګرۍ پراخول دي. د پاکستان د سوداګرۍ وزارت دا وړاندیز کړی و، چې کابینې تر غور وروسته تائید کړ. د دې نوې پرېکړې له مخې، پاکستان به پر یو شمېر افغان کرنیزو محصولاتو د وارداتو مالیې یا ختمې کړي یا به یې راکمې کړي. پر روميبانجانو ۵ سلنه مالیه له منځه وړل شوې او پر انګورو، انارو او مڼو تعرفه له ۵۳ سلنې څخه ۲۷ سلنې ته راټیټه شوې ده. په بدل کې، افغانستان به هم د پاکستاني صادراتو پر محصولاتو مالیات راکم کړي. د پاکستاني کچالو مالیه به له ۵۷ سلنې څخه ۲۲ سلنې ته راښکته شي، او پر کیلې به ۳۰ سلنه کمښت راشي. د آم او کوپرې یا ناریال پر صادراتو به ګمرکي مالیه ختمه شي، او نور مالیات به له ۴۷ سلنې څخه ۲۷ سلنې ته راکم شي. د نیوز ۲۴ د راپور له مخې، دا اقدامات د دې لپاره دي چې دوهاړخیزه سوداګري پراخه شي، د اساسي توکو بیې راکمې شي، او د هغو دوو ګاونډیو هېوادونو اقتصادي اړیکې پیاوړې شي، چې وخت ناوخت یې اړیکې د سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو له امله خړې پړې شوي دي.



