رويټرز راپور ورکړی، چې د لېبیا په ختیځ کې د کډوالو یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله ۱۸ کډوال مړه او شاوخوا ۵۰ نور لادرکه شوي دي. د راپور پر وينا دا پېښه د ختیځې لېبیا طبرق ښار په سواحلو کې شوې او تر اوسه یوازې د لسو تنو ژغورلکېدل تائید شوي دي. په راپورونو کې ډوبشوي کډوال تر ډېره د مصر اتباع بلل شوي دي. بلخوا د لېبیا ساحلي ګارډ ویلي، چې د ډوبو کسانو مړي لسګونه کیلو متره لرې موندل شوي او ښايي د مړو شمېر لا ډېر شي. تر اوسه د دې مسافر وړونکې بېړۍ د ډوبېدو لامل نه دی ښودل شوی او د مرګژوبلې وروستۍ شمېرې هم نه دي په ډاګه شوې. د ویلو ده چې له دې مخکې هم د لېبیا په ګډون په ګڼو ساحلي سیمو کې د کډوالو لسګونه بېړۍ ډوبې شوې او له امله یې زرګونه کډوالو ژوند بایللی دی. کډوال په قاچاقي لارو د ژوند جوړولو لپاره اروپايي هېوادونو ته سفر کوي، خو وخت ناوخت له دا ډول مرګونو پېښو سره مخ کېږي او ژوند بایلي.



