د استرالیا حکومت یو نوی قانون اعلان کړی، چې له مخې يې د روان کال له ډسمبر وروسته له ۱۶ کلونو کم عمره ماشومان نشي کولی په یوټیوب کې اکونټ ولري. په استرالیا کې د قانون له مخې ماشومان د فیسبوک، اینستاګرام او ټیک ټاک اکونټونو د جوړولو اجازه نه لري. یوټیوب مخکې له دې قانونه مستثنا وو. د دغه قانون موخه له ټولنیز او رواني فشارونو د ماشومانو ساتنه ده. د استرالیا حکومت وايي، له دې قانونه د سرغړونې په صورت کې شرکتونه ۵۰میلیونه استرالیايي ډالره جریمه کېږي. یوټیوب دغه قانون ته په غبرګون کې ویلي، دا پلټفارم یوازې د ویډیوګانو د شریکول لپاره دی. د اسوشیټدپرس خبري اژانس د راپور له مخې، ماشومان کولی شي د یوټیوب ویډیوګانو ته لاسرسی ولري، خو خپله په کې اکونټ جوړولی نه شي. انلاين لوبې، پیغامونه، تعلیمي او د روغتیا اړونده موارد له دې قانونه مستثنا دي، ځکه ماشومانو ته کم زیان رسوي.



