د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) د افغانستان د جلاوطنه ښځینه کرېکټ لوبغاړو د ملاتړ لپاره یوه نوې طرحه اعلان کړه، چې دا د هغو لوبغاړو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له خپلې لوبې څخه بېبرخې شوې دي. له ۲۰۲۱ م کال څخه چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، په سپورتي فعالیتونو کې د ښځو پر ګډون بندیز لګول شوی، او دې بندیز د کرېکټ د هغو ښځینه لوبغاړو هیلې ناڅاپه مړاوې کړې، چې د طالبانو تر واک ته رسېدو یوازې څو میاشتې وړاندې یې د افغانستان له کرېکټ بورډ سره قراردادونه لاسلیک کړي وو. ډېری لوبغاړې له هېواده وتښتېدې؛ ځینې یې اوس په اسټرالیا کې مېشتې دي او نورې بیا په اروپا، منځني ختیځ او شمالي امریکا کې خپرې شوې دي. د روان کال په لومړیو کې، یو شمېر جلاوطنه افغان لوبغاړو د استرالیا په ملبرن ښار کې د “Cricket Without Borders” لوبډلې پر وړاندې یوه سمبولیکه لوبه وکړه. د آی سي سي د راپور له مخې، چې پرون یې پر خپله ویبپاڼه خپور کړی، د جلاوطنه افغان لوبډلې کیپتانې ناهیده څپاند د کرېکټ د نړیوالې شورا نوې طرحه له هیجانه ډکه وبلله او ویې ویل: «موږ له کلونو وروسته په لومړي ځل دا احساس کوو، چې لیدل کېږو. دا یوازې د کرېکټ په اړه نه ده، دا زموږ د هویت د بېرته اخیستو په اړه ده.» یوې بلې لوبغاړې، شبنم احسن ویلي چې له ۲۰۲۱ م کال را په دې خوا دا لومړی ځل دی، چې بېرته پر کرېکټ تمرکز کوي — هغه احساس چې له ډېر وخته ورسره نه و. د نړیوال کرېکټ شورا هڅه کوي، چې د یوې پراخې طرحې په وسیله د افغان ښځینه لوبغاړو ملاتړ وکړي.



