چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ غواړي د حماس پر وړاندې د جګړې بڼه کې بدلون راولي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ويلي، “په غزه کې د حماس وسله والې ډلې پر وړاندې جګړه باید په بل ډول پر مخ لاړه شي”. هغه دا خبره نن په سکاتلنډ د بریټانیا له صدراعظم کیرسټارمر سره یو ځای خبریالانو ته کړې ده. ټرمپ ویلي، د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو ته مې ویلي، چې د حماس پر وړاندې باید جګړه بل ډول پرمخ لاړه شي. ټرمپ خبریالانو ته وړاندې ویلي، “له تلویزیوني تصویرونو داسې ښکاري، چې په غزه کې ماشومان وږي دي”. بل پلو، په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، “په تېرو ۲۴ساعتونو کې د لوږې او خوارځواکۍ له امله ۱۴ تنه مړه شوي دي”. رویټرز ویلي، له دې سره د هغو کسانو شمېر چې د جګړې له پیل راهیسې د لوږې او خوارځواکۍ له امله مړه شوي ۱۴۷ تنو ته پورته شو، چې ۸۹ يې ماشومان دي. په عین حال کې د روغتیا نړیوال سازمان ويلي، نن يې په بشري مرستو بار ۶۰ لارې غزې ته استولي دي. په غزه کې د بشري ناورین او د لوږې له امله د ماشومانو په ګډون د خلکو له مړینې وروسته نړیوالو پر اسرائیلو فشارونه زیات کړل، څو غزې د بشري مرستو د انتقال لپاره اجازه ورکړي.

- Advertisment -spot_img