الجزیرې راپور ورکړی،چې د کانګو ختیځ کې کاتولیکانو پر یوه کلیسا برید کې لږ تر لږه ۴۳ تنو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۵ نور ټپیان شوي دي. راپور کاږي، یاد برید هغه مهال وشو، چې یو شمېر کاتولیک مسیحیان د شپنۍ دعا مراسمو کې د ګډون لپاره د کوماندا ښار «کاریتاس» په نوم یوه خیریه بنسټ اړوند کلیسا کې سره راټول شوي وو. راپور کې راغلي، بریدګرو پر یادو کسانو د وسلې او چاقو برید وکړ، له کلیسا سره نږدې دوکانونه او د اوسېدو کورونه سوځول شوي او د سیمې یو شمېر اوسېدونکي نادرکه دي.



