دا اوربند وروسته له هغې اعلانېږي، چې د داوړو هېوادونو ترمنځ په پنځه ورځنۍ نښته کې ۳۵ تنه ووژل شول او ۲۶۰ نور ټپیان شول. د اوربند پلي کېدل د سه شنبې په شپه پیلېږي. د تایلند او کمبودیا ترمنځ د اوربند په خبرو اترو کې د مالیزیا په ګډون امریکا او چین هم رول درلود. د دواړو هېوادونو مشران هیله مند دي، چې وضعیت بېرته عادي حالت ته راوګرځي او بې ځایه شوي خپلو کورونو ته ستانه شي. د تایلند او کمبودیا ترمنځ د پنج شنبې په ورځ په سرحدي سیمه جګړه د یوه ماین د چادونه له امله پیل شوه،چې له امله يې پنځه تایلندي سرتېري ټپیان شوي وو.



