د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالد ټرمپ، له اروپايي ټولنې سره د یوې نوې هوکړې د ترلاسه کولو خبر ورکړی، چې له مخې به یې، امریکا د اروپا پر وارداتو ۱۵سلنه ګمرکي تعرفه ولګوي. ټرمپ دا هوکړه «له ټولو لویه هوکړه» بللې ده. ټرمپ دا څرګندونې په سکاتلند کې له د اروپايي کمېسیون له مشرې، اورزولا فوندېرلاین، سره تر لیدو وروسته وکړې. نوموړي زیاته کړې، چې د دې موافقې یوه برخه دا ده، چې اروپا به د امریکا پوځي تجهیزات رانيسي. همداراز ټرمپ ویلي چې اروپایي ټولنه به د دې موافقې له مخې له امریکا څخه د ۷۵۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت انرژي واخلي. د امریکا ولسمشر همدا راز اعلان کړی، چې امریکا به په اروپا کې د ۶۰۰ میلیاردو ډالرو پانګونه وکړي. د اروپایي کمېسیون مشرې هم دا هوکړه «ښه» یاده کړې ده.



