دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د هېواد په کچه ۳۸ زره مټریک ټنه غنم راټول شوي

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسئولینو د حکومت رسنیو مرکز د خپل یو کلنو لاسته راوړنو پر مهال ویلي، تر دې دمه یې له بزګرانو د یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۳۸زره ټنه اضافي غنم پېرلي دي. طالب چارواکو د يو کلنو لاسته راوړنو پروګرام د تشریح پر مهال وچکالي د کرنیز سکټور پر وړاندې ستره ننګونه بللې او د وچکالۍ اثراتو ختمولو په موخه یې ۱۳۸ چک ډېمونه هم جوړ کړي. د یاد وزارت د طبیعي سرچينو او اوبو لګولو معین مولوي باز محمد فیضان ویلي، دا مهال د هېواد ۸۰ سلنه ځنګلونو ساتنه شوې او یوازې ۲۰ سلنه یې شخصي ګټه اخيستل کېږي. فیضان ټینګار کړی له ځنګلونو ناسمې ګټې اخیستنې مخنیوي لپاره لازم اقدامات شوي.

- Advertisment -spot_img