سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

غزې ته له مصر څخه د مرستو لېږد پیل شوی

غزه کې د لوږې له خپرېدو له امله، د لسګونو تنو له مړینې وروسته، له مصر څخه د بشردوستانه مرستو لاریو د غزې پر لوري روانې شوې دي. دغه ګام وروسته له هغې اخیستل کېږي، چې غزه کې نړیوالو بنسټونو له څو میاشتو راهیسې د قحطۍ پراخېدو په اړه خبرداری ورکوي. بل‌خوا د اسرائیلو پوځ هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې له پرون راهیسې غزې ته د هوا له لارې د مرستو لېږد پیل کړی دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د مرستو کاروانونو لېږد لپاره دې خوندي دهلېزونه جوړ او نفوس‌لرونکو سیمو کې دې بشردوستانه مرستو تم‌ځایونه جوړ شي. دغه ګام داسې مهال اخیستل کېږي، چې دوحه کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ خبرې له کومې پایلې پرته درېدلې دي. د اسرائیلو پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هوا له لارې غزې ته د مرستو د کڅوړو خوشې کول، پیل شوي، چې اوړه، بوره او نور خوراکي په کې شامل دي.

- Advertisment -spot_img