د کرېکټ اسيا شورا مشر محسن نقوي لیکلي،چې د ۲۰۲۵ م کال اسیا جام شل اووریزې سيالۍ به د روان کال د سپټمبر پر ۹ مه پيل او تر ۲۸ نېټې پورې به دوام وکړي. د دغو لوبو کوربه به د هند پر ځای متحده عرب امارات وي. سږکال د اسیا جام شل اووريزو سياليو کې اته لوبډلې ګډون کوي، چې په هغوی کې د افغانستان په ګډون بنګله دېش، هند، پاکستان، سريلانکا، متحده عرب امارات، عمان او هانګ کانګ برخه اخلي. په (الف) ګروپ کې د هند، پاکستان، عمان او متحده عرب امارات شامل دي. په ب ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ ګډون کوي. د مهالوېش له مخې به افغان اتلان خپله لومړنۍ سیالي د راتلونکې سپټمبر میاشتې په ۹مه د هانګ کانګ پر وړاندې ترسره کړي. ټاکل شوې وه، چې د ۲۰۲۵ م کال د اسيا جام سیالۍ به د هند په کوربتوب ترسره شي، خو د دغه هېواد او پاکستان تر منځ د وروستيو نښتو او روانو ډيپلوماټیکو کړکېچونو له امله دا سیالۍ په متحده اماراتو کې کېږي.



