سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د هېواد په کچه ٢٠ روغتونونه جوړېږي

د طالبان‌و د عامې روغتیا وزارت مسئولینو ويلي، د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د ۲۰ عمومي روغتونو د جوړولو چارې پيل شوې دي. د یاد وزارت چارواکو د رسنیو په مرکز کې د یو کلنې لاسته‌راوړنې د تشریح په پروګرام کې ویلي، چې د دغو روغتونونو د جوړولو په موخه یې بودیجه ترلاسه کړې او په دې کې د پنځو روغتونونو چارې بشپړې شوې دي. دا روغتونونه د کډوالو چارو عالي کمشنرۍ په مالي لګښت جوړېږي او د چارو پر مهال یې ۴۷ زره مسلکي او ۲۵ زره نامسلکي پرسونل ته د کار زمینه برابره شوې ده. د عامې روغتیا وزارت مسئولینو څه موده مخکې هم ویلي وو، چې د هېواد په ډېرو سیمو کې د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د جوړېدو پلان چمتو شوی دی. دا خبر داسې مهال ورکول کېږي چې لا هم د هېواد د ځینو لرې پرتو سیمو اوسېدونکي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري. د دوی پر وینا؛ په ډېرو سیمو کې د کلینيکونو او روغتونونو د نه‌شتون له امله د خپلو ناروغانو درملنه په وخت نه‌شي کولای.  خو د عامې روغتیا وزارت مسئولینو دې برخې ته د یاد وزارت د جدي پاملرنې ډاډ څرګند کړی دی.

- Advertisment -spot_img