چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ترکیې سمندر کې افغان کډوال نیول شوي

د ترکیې سمندري ساتونکو آیواجک سیمې ته نژدې یوه بېړۍ درولې، چې په کې ۳۸ افغان کډوال سپاره وو. د ترکیې د رسنیو د راپور له مخې، د بېړۍ په سپرلیو کې ۲۰ ماشومان هم شامل وو، د یونان په لور روانه وه. د ترکیې د سمندر ساتنې ادارې اعلان کړی، چې دا افغان مهاجر د چناق‌قلعه ولایت د آیواجک ساحل ته څېرمه په داسې حال کې ونیول شول، چې د ایجې سمندرګي له لارې یې یونان ته په خطرناکه لار او نامناسبه بیړۍ کې د تلو هڅه کوله. له نیول کېدو وروسته او د قانوني چارو له بشپړېدو سره، ټول نیول شوي کسان د چناق‌قلعه د کډوالو په مرکز کې ځای پر ځای شوي. ترکیې په وروستیو میاشتو کې سمندري ګزمې زیاتې کړې، څو په خپلو سواحلو کې د ناقانونه کډوالۍ مخه ونیسي، په ځانګړي ډول له هغه وروسته، چې په افغانستان کې ناورینونه او بېوزلي زیاته شوې ده. د ترکیې د ساحل ساتې ادارې د معلوماتو له مخې،له ۲۰۲۰ م کال راهیسې تر ۱۹۰،۰۰۰ زیاتې ناقانونه سمندري هڅې یې د هېواد لوېدیځو سواحلو ته نژدې شنډې کړې دي. د بشري حقونو سازمانونه خبرداری ورکوي چې دا ډول عملیات سره له دې، چې د خطرناکو سفرونو مخه نیسي، خو د مهاجرت د اصلي لاملونو د حل لپاره پراخ، ژور او دوامداره ګامونه ډېر اړین دي.

- Advertisment -spot_img