ایرانۍ رسنیو خبر ورکړی،چې د تهران په مرتضی ګرد سیمه کې له یوه کوره د یوې افغان مېرمنې او د هغې د درې ماشومانو مړي موندل شوي دي. ایراني رسنۍ زیاتوي، چې ایراني پولیس له دغه کوره د سخت بوی له امله خبر شوي،چې له پلټنونو وروسته معلومه شوې، چې یوه ۲۵ کلنه افغان مېرمن او د هغې درې ماشومان ۱۰ ورځې وړاندې په مرموز ډول وژل شوي دي. د رسنیو د معلوماتو له مخې د دغې افغان مېرمنې مېړه له پېښې وړاندې افغانستان ته تللی و، خو د هغه د اخراج یا په خپله خوښه د تګ په اړه جزئیات نشته. تر اوسه د دې پېښې انګېزه نه ده روښانه شوې او نه یې په تړاو څوک نیول شوي دي. ایراني پولیسو ويلي، جسدونه یې عدلي طب ته لېږلي، څو وروستۍ څېړنې وکړي. په ایران کې د افغانانو مرموزې وژنې، اعدامونه او سختې شکنجې له کلونو راهیسې دوام لري. تېره جون میاشت کې هم د کبری رضايي په نوم یوه افغانه کډواله لومړی نادرکه او بیا یې په یوه دښته کې جسد وموندل شو. د دغې افغانې کډوالۍ د وژلو په تور یو ایرانی نیول شوی و، چې د محاکمې په تړاو یې بیا جزئیات نه دي خپاره شوي. د بشر حقونو مدافعین وايي، ایران نه یوازې دغلته د افغانانو بشري، انساني او نړیوال اصول تر پښتو لاندې کړي، بلکې په سختې بې رحمۍ یې د افغان کډوالو اخراج لړۍ هم روانه کړې ده. دا پېښه داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې، نږدې راتلونکې کې د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان له طالبانو سره د لیدنو لپاره افغانستان ته سفر وکړي او دغه راز د کډوالو په اړه هم ژر په کابل کې غونډه وشي.



