د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ استازي عرفات جمال د طالبانو د کډوالو چارو له سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر سره لیدنه کې خبر ورکړی، چې ملګرو ملتونو د افغان کډوالو لپاره د اړتیا وړ مالي سرچينو د جلب په موخه هڅې ګړندۍ کړې دي. عرفات جمال ویلي، ایراني چارواکو د افغان کډوالو په تړاو د درې اړخیزې تخنیکي غونډې لپاره چمتووالی ښودلی او ژر به یاده غونډه کابل کې جوړه شي. دا درې اړخیزه غونډه د افغانستان، ایران او د یو این ایچ سي ار د استازو ترمنځ جوړېږي. نوموړي زیاته کړې، دغې تخنیکي غونډه کې به ایران کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو مفصل بحثونه وشي او مثبتې پایلې ته به ورسېږي. عرفات زیاته کړې، چې نږدې وخت کې به قطر کې د افغانستان په ګډون له نړیوالو مرستندویو ادارو سره د مالي امکاناتو ترلاسه کولو لپاره د څو اړخیزې غونډې د رابللو خبر هم ورکړی. په ورته مهال د طالبانو د کډوالو وزیر هم د بېرته راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه درې اړخیزه غونډه مهمه یاده کړې او ویلي یې دي، چې دوی له وړاندې یادې غونډې ته چمتووالی نیولی دی. دا خبر داسې مهال خپرېږي، چې د طالبانو د کډوالو چارو د کمېسیون ویاند احمدالله وثیق ويلي، چې یوازې په تېره میاشت کې له ایرانه له ۷۰۰ زرو زیات افغان کډوال په زور را ایستل شوي دي. هغه ویلي، له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو چلند اندېښمنوونکی دی او ټینګار یې کړی، چې دا بهیر باید د طالبانو له سرپرست حکومت سره په همغږۍ ترسره شي. وثیق له نړیوالو مرستندویو ادارو هم غوښتنه کړې، چې له افغانستان سره دې د راستنو شویو کډوالو د مرستې په برخه کې خپله ونډه زیاته کړي.



