شنبه, مارچ 14, 2026
شنبه, مارچ 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نبي له راستانه‌شویو کډوالو سره نغدي مرسته کړې

د افغانستان کرېکټ ملي لوبغاړي، محمد نبي عیسی‌خېل له ایرانه را ستانه‌شویو افغان کورنیو سره یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته وکړه. په هغو ویډیو کلیپ کې چې رسنیو کې خپوې شوي، محمد نبي ويلي، ټولنیزو رسنیو کې یې له ایرانه د افغان کډوالو ایستل لیدل او زړه یې پرې دردېده، نو له همدې امله یې په سملاسي توګه د «محمد نبي خیریه بنسټ» څخه له دغو کډوالو سره مرسته وکړه. د محمد نبي لخوا دغه مرسته په خواله رسنیو کې د افغانانو له تود هرکلي سره مخ شوې ده. باید وویل شي، چې د افغان او نړیوال کرېکټ دې نامتو څېرې او یو شمېر نورو لوبغاړو هم له دې مخکې په دغه ډول بېړنیو حالاتو کې د اړمنو افغانانولاسنیوی اعلان کړی و. د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي له دې مخکې له پاکستانه راغلیو کډوالو سره مرسته کړې وه او هغوی ته یې د استوګنې کورونه جوړ کړي وو.

- Advertisment -spot_img