سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

لوګر کې د کانکفوتوا سیالۍ ترسره شوې

لوګر کې د طالبانو تر ولکه لاندې د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجنیر مزمل نعیم‌زي ویلي، د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د ۱۴۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د کانکفوتوا سیالۍ ترسره شوې. هغه ویلي، دغه یو ورځينۍ سیالۍ د کانکفوتوا فدراسیون له لوري جوړې شوې وې، چې په درې پړاوونو کې (ځوانانو، نويو ځوانانو او لویانو) ترمنځ ترسره شوي. نعیم‌زي زیاته کړې چې د دغو سیالیو له جوړېدو څخه موخه کانکفوتوا سیالۍ ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او د کانکفوتوا ولایتي رسمي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو غوراوی و. نوموړي زیاته کړې، د ترسره شویو سیالیو په ترڅ کې لومړی مقام د استاد احمدولي اشرفي، دويم مقام استاد عبدالفتاح سلطاني او دريم مقام استاد سید بشیر کلپونه خپل کړل. د جوړو شویو سیالیو یوه لوبغاړې حمیدالله ویلي، خوښ دی چې لوګر کې د لومړي ځل لپاره د ۱۴۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د کانکفوتوا رسمي سیالۍ ترسره شوې. نوموړي د لوګر له بدني روزنې او ورزش امریته وغوښتل چې د ولایت په کچه ورزشکارانو ته د ظرفیت لوړونې او سیالیو ترسره کولو ورته اسانتیاوې برابرې کړي. تېره اوونۍ هم لوګر کې د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ جوړې شوې وي.

- Advertisment -spot_img