سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

غزني کې د نېزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

غزني کې د طالبانو ورزشي مسئولينو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د مرکز او درېیو ولسوالیو ترمنځ د نیزه‌وهنې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې. غزني کې د طالبانو د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد ویلي، چې په دغو سیالیو کې د مرکز په ګډون د اندړ، ګیرو او ده‌یک ولسوالیو ۱۱۲ نیزه‌بازانو ګډون کړی و. هغه زیاته کړې، چې په دې سیالیو کې د اندړو ولسوالۍ د محمدانور لوبډلې د ۴۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، د رحمت‌الله بیدار لوبډلې د ۴۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره دویم او د محمد انور بي ګروپ لوبډلې د ۳۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره درېیم مقامونه خپل کړل. د دغو سیالیو یوه لوبغاړي ویلي: «نیزه‌وهل په غزني کې یوه پخوانۍ او لرغونې لوبه ده؛ پخوا یې ډېر مینه‌وال وو، خو وروستیو جګړو دا لوبه کمرنګه کړې ده.» هغه له طالبانو غوښتنه کړ، چې د نیزه‌بازانو لپاره امکانات برابر کړي او همداراز د اسونو ساتنې او روزنې لپاره هم لازم تدابیر ونیسي. د یادونې وړ ده، چې نیزه‌بازي یوازې په غزني نه، بلکې په ټول هېواد کې له پخوا راهیسې دود لوبه ده، چې په‌کې اسونه په پراخو ډګرونو کې ځغلول کېږي او لوبغاړي د نیزې په واسطه له ځمکې خښ شوي لرګي پورته کوي.
- Advertisment -spot_img