سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند يو کلنې لاسته راوړنې رسنيزې شوې

د طالبانو تر واک لاندې ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسئولينوويلي، تېر یوه کال کې د افغانستان له هوايي حریمه ۹۶زره او ۵۰۰ عبوري الوتنې شوي، چې په اوسط ډول یوه شپه او ورځ کې ۲۷۰ الوتنې کېږي. د دغه وزارت عملیاتي معین فتح‌الله منصور نن د دغه وزارت د تېر یوه کال د لاسته راوړنو شریکولو غونډې ته ویلي، تېر یوه کال کې د هېواد له هوايي ډګرونو څه باندې ۱۴ زره الوتنې شوي، چې له جملې څخه یې ۷ زره او ۶۶۵ الوتنې د کابل له هوايي ډګر ترسره شوي دي. د طالب چارواکو پر وینا، ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت تېر یوه کال کې څه باندې ۵۰ پروژې ترلاس لاندې نیولي، چې له ډلې یې ۳۰ پروژې ګټې اخیستو ته سپارل شوي او د ښاري ټرانسپورټ د تنظیم او د نویو تم‌ځایونو او ترمینلونو جوړولو لپاره یې کابل کې ۲۱ ځایونه تثبیت کړي. د یاد وزارت د واټ مرستیال مولوي عبدالسلام حیدري د دغه وزارت د تېر یوه کال د لاسته راوړنو شریکولو غونډې ته ویلي، د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د ټرانسپورټي پروژو پرمختیا لپاره هڅې جریان لري او د ۲۰ پروژو تطبیق لپاره یې پانګونه جذب کړې او ځینې قراردادونه یې هم لاسلیک شوي. حیدري زياتوي، د ټرانسپورټي همکاریو په برخه کې له روسیې، تاجیکستان او قزاقستان سره هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي. د دغه وزارت مسئولين زیاتوي، چې تېر یوه کال کې له دغه وزارت سره ۲۱۶ باروړونکي او ۱۶۲ مسافروړونکي شرکتونه ثبت شوي او د خدماتو د څارنې پروسه په دوامداره توګه روانه ده. د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال صدیق‌الله عابد یادې غونډې ته ویلي، د کابل هوايي ډګر د ترمینل پراختیا، د ودانیزو پروژو تطبیق، د هوايي او ځمکني ټرانسپورټ د برخو تجهیز او معیاري کول او د رسمي ټرانسپورټي وسایطو کارولو ته وده ورکول روان کال کې د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.
- Advertisment -spot_img