د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر ویاند او د رهبرۍ شورا غړي “حسام بدران” ټینګار کړی، چې داسې اوربند به هېڅکله ونه مني، چې د فلسطیني ولس ازادي او مقاومت په کې په ځنځیرونو تړل شوی وي. نوموړي ویلي: د صهیونیستي اشغال پر وړاندې د فلسطیني ولس د دفاع حق مشروع دی او تر هغه وخته به د جګړې ډګر پرېنږدي، څو د فلسطین ازادي او د غزې محاصره پای ته نه وي رسېدلې. ده زیاته کړه، د غلامۍ هر ډول تړون او ذلتبار اوربند د فلسطیني ملت د وینو او قربانیو توهین دی. د ویلو ده، چې نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته کړې ،چې دوحه کې د حماس-اسرائیلو دریم پړاو خبرې هم بې له کومې پایلې پای ته ورسېدې او د امریکا ولسمشر ټرمپ حماس غورځنګ تورن کړی، چې سوله نه غواړي؛ خو یاد غورځنګ ولسمشر ټرمپ د صهیونیستي رژیم مدافع وکیل بللی او په خبره یې دوی د یو داسې تلپاتې اوربند غوښتونکي دي، چې فلسطیني ولس قربانۍ په کې خوندي شي.



