د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیاویونګ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي سره لیدلي او د افغانستان بیارغونې او د همکاریو زیاتولو په اړه یې خبرې کړي. د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي نن پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه لیدنه کې یې امیر خان متقي سره د همکاریو زیاتولو لپاره د نړیوالو ژمنو په اړه هم بحث کړی. هغه زیاته کړې، چې یاده لیدنه کې د روان کال مې میاشت کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د شوې غونډې پر پایلو هم خبرې شوي. د چین د ځانګړي استازي پر وینا، امیرخان متقي سره خبرو کې یې له افغانستان سره د ګاونډیو د ښې همکارۍ پر څرنګوالي هم تمرکز کړی دی.



