د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي، هېواد یې نیت لري، چې راتلونکې سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په غونډه کې د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندنه اعلان کړي. مکرون هیله ښودلې، چې دا اقدام به په سیمه کې د سولې له ټینګېدو سره مرسته وکړي، خو دا پرېکړه سملاسي د اسرائیلو او د امریکا متحده ایالتونو له سخت غبرګون سره مخ شوې ده. مکرون دا اعلان په خپل ایکس یا پخواني ټویټر پاڼه کړی او د فلسطین د خپلواکۍ ادارې ولسمشر محمود عباس ته یې یو استولی لیک هم خپور کړی، چې په کې یې د فرانسې د دې پرېکړې تصدیق کړی او ژمنه یې کړې چې نور متحدین به هم قانع کړي څو ورته ګام واخلي. مکرون لیکلي: “د منځني ختیځ دایمي او عادلانه سولې ته د فرانسې د تاریخي ژمنتیا له مخې، ما پرېکړه کړې چې فرانسه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.” نوموړي زیاته کړې: “زه به دا تاریخي اعلان راتلونکې سپټمبر میاشت کې په ملګرو ملتونو کې وکړم.” که دا پېژندنه عملي شي، نو فرانسه به د لوېدیځو ستر ځواکونو له ډلې لومړنی هېواد وي، چې د فلسطین دولت رسماً مني. اسرائیلو سملاسي دا اعلان غندلی، د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي، د فلسطین پېژندنه “ترهګرۍ ته انعام ورکول دي” او خبرداری یې ورکړی، چې دا به د ایران لپاره یو نوی لاسپوڅی جوړ کړي. د اسرائیلو د دفاع وزیر اسراییل کاتس د فرانسې پرېکړه “شرموونکې او ترهګرۍ ته تسلیمېدل” بللي او زیاته کړې یې ده چې اسرائیل به هېڅکله د داسې فلسطین موجودیت ونه مني چې د دوی امنیت ته ګواښ پېښ کړي او د دوی بقا له خطر سره مخ کړي. بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا د فرانسې د ولسمشر “بېپروا” پرېکړه بللې ده. مارکو روبیو پر خپل ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه د فرانسې د ولسمشر د دې اعلان په اړه چې د فلسطین دولت به په رسمیت وپېژني، ویلي: “دا بېپروا پرېکړه یوازې د حماس تبلیغاتو ته خدمت کوي او د سولې هڅې شاته بیایي.” په اسرائیلو کې د امریکا سفیر مایک هکبي، لا د جون میاشت کې ویلي وو، چې د فلسطین د خپلواک دولت رامنځته کول نور د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ له لومړیتوبونو څخه نه دي.



