سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ټایلنډ او کمبودیا ترمنځ د نښتو دوام

د ټایلنډ او کمبودیا ترمنځ نښتې تېره ورځ د سرحدي سیمې پر سر د شخړې په دلیل پیل شوې چې نن جمعه هم دوام لري. یوشمېر رسنیو راپور ورکړی چې د ټایلنډ حکومت ویلي، دغو نښتو کې یې د یوه سرتېري په شمول ۱۴ تنه وژل شوي. د ټایلنډ د چارواکو پر وینا، کمبودیا سره پوله کې له مېشتو سیمو د تخلیه شویو ملکي تنو شمېر هم تر ۱۳۸ زره کسانو زیات شوی. ټایلنډ او کمبودیا له کلونو راهیسې شاوخوا ۸۰۰ کیلومتره پوله کې پر سیمو اختلاف لري. دغه دوه هېوادونه دواړه یو بل د نښتو په پیلولو تورنوي. د کمبودیا لومړي وزیر هون مانیت تېره ورځ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې د دغې نښتې پایته رسولو لپاره بيړنۍ غونډه ترسره کړي.

- Advertisment -spot_img