د بشري مرستو څه باندې سلو سازمانونو په غزه کې د پراخې قحطۍ خبرداری ورکړی دی. د بشري مرستو د رسونو ۱۱۱سازمانونو له هغې ډلې د بې پولې ډاکټرانو سازمان خبرداری ورکړی، چې په غزه کې د “دوی د کارکوونکو په ګډون خلک د مرګ پر حال کې دي”. دغو ادارو په غزه کې د عاجل اوربند غوښتنه کړې او پر ښکیلو خواوو يې غږ کړی، چې د ملګرو ملتونو په استازیتوب د بشري مرستو رسونو سازمانونو ته د مرستو د رسولو اجازه ورکړي. د اسرائیلو حکومت په وروستیو کې په غزه کې د پراخې قطحۍ او لوږې له امله له فشارونو سره مخامخ دی. غزه چې د څه باندې دوو میلیونو فلسطینیانو کور دی، په تېرو ۲۱میاشتو کې د جګړې سربېره له سختې قطحۍ سره مخ ده او د خوارکي توکو د وېش پرمهال په کې په زرګونو تنه د اسرائیلو د سرتېرو په ډزو کې وژل شوي دي.



