سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سعودي عربستان سوریه کې پانګونه کوي

سعودي عربستان په سوریه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې، چې په لومړي پړاو کې ښایي ځینې هوکړې لاسلیک شي.  رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سعودي عربستان د پانګونې وزیر، خالد بن عبدالعزیز الفالح په مشرۍ یو سوداګريز پلاوي سوریې ته سفر کړی او د یاد هېواد له چارواکو سره پر پانګونې خبرې کړې دي. په راپور کې ویل شوي، چې د سعودي عربستان دا پلاوی به له سوري چارواکو سره ځینې لومړنۍ هوکړې هم لاسلیک کړي.  ویل کېږي، چې سعودي عربستان ښايي په لومړي پړاو کې هلته له ۲–۶ میلیارد ډالرو پورې پانګونه وکړي.  د سعودي عربستان چارواکو تر دې مخکې هم د سوریې د لنډمهالي حکومت له ولسمشر، احمد شرع سره د بندیزونو لرې‌کېدو په ګډون پر ځینو مسایلو له نږدې خبرې کړې وې. د ویلو ده ، چې په سوریه کې د بشارالاسد د شاوخوا څلوېښت کلنۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د یاد هېواد له نوي حکومت سره د عرب هېوادونو اړیکې پراخېدونکې ښکاري.

- Advertisment -spot_img