د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، د روسیې د ختیځ په امور سیمه کې د مسافر وړونکې الوتکې او د هوايي ترافیک د کنټرول ترمنځ اړیکه پرې شوې ده. راپورونو ويلي، چې په الوتکه کې شاوخوا ۵۰ تنه سپاره وو. د “انترفاکس” او “شات” رسنيو خبر ورکړی، چې دا پېښه نن پنجشنبې رامنځته شوې، خو تر اوسه د الوتکې د موقعیت یا د سپرو تنو د برخلیک په اړه کوم رسمي معلومات نهدي خپاره شوي. روسي چارواکو ویلي، چې د پېښې د پلټنې لپاره د بیړني غبرګون ډلې هڅې پیل کړي او د الوتکې د موندلو په موخه لټون روان دی.



