انګلستان به راتلونکی کال د کرېکټ د ټېسټ سیالیو په لړ کې د نیوزیلنډ او پاکستان لوبډلو کوربتوب وکړي، او د هند او سریلانکا لوبډلې به هم دې هېواد ته د یو ورځنیو او شل اووریزو لوبو لپاره سفر وکړي. د انګلستان کرېکټ بورډ (ECB) نن کړې ده. د انګلستان د کرېکټ بورډ د پلان له مخې، انګلستان به د جون په میاشت کې له نیوزیلنډ سره درې ټېسټ لوبې وکړي، چې لومړۍ به یې د لُورډز په لوبغالي کې ترسره شي. د پاکستان لوبډله به هم د اګست میاشتې په نیمایي کې انګلستان ته ولاړه شي او هلته به درې ټېسټ لوبې وکړي. همدا راز، د هند او سریلانکا لوبډلې، چې د راتلونکي کال د شل اووریز نړیوال جام ګډ کوربتوب کوي، انګلستان ته به د یو ورځنیو او شل اووریزو لوبو لپاره ورشي. د انګلستان د کرېکټ بورډ اجرائیه مشر ریچارډ ګولد په یوه اعلامیه کې ویلي: “خوښ یو چې بېلابېلې لوبډلې د سیالیو لپاره انګلستان ته راځي او یو بل له نندارچیانو ډک او حیرانوونکی دوبی به ولرو.”



