د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که اروپايي ټولنه خپل بازارونه د امریکايي شرکتونو پرمخ خلاص کړي، متحده ایالات به د اروپايي توکو پر وارداتو تعرفې راکمې کړي. ټرمپ دا څرګندونې د مصنوعي ځیرکتیا اړوند یوې غونډې کې کړې دي. امریکا له څو اوونیو راهیسې له اروپایي ټولنې سره د یوې سوداګریزې هوکړې په اړه خبرې کوي، څو د ۳۰ سلنه تعرفو له پلي کېدو مخنیوی وشي؛ ټاکل شوې دا تعرفې د اګست له لومړۍ نېټې عملي شي. په ورته وخت کې، د جرمني صدراعظم فریدریش مرز او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د تېره ورځ په برلین کې پر ګډ دریځ ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ، چې که خبرې ناکامې شي، اروپايي ټولنه به ورته غبرګون وښيي. د جرمني د حکومت ویاند ستېفان کورنیلیوس ویلي، چې دواړو مشرانو پرېکړه کړې، که خبرې ناکامې شي، متقابل سوداګريز اقدامات باید پرانیستي پاتې شي او که اړتیا وي، نوې وسیلې دې هم جوړې شي. نوموړي زیاته کړې، چې جرمني او فرانسه به له ایټالیا او اروپايي کمېسیون سره د خبرو وروستي پړاوونه هم همغږي کړي



