سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ګوتیریش: غزه کې له ټولو ستر ګواښ لوږه ده

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پرېکړه لیک کې د دغه سازمان له ۱۹۳ غړو غوښتي، چې د غزې په ګډون یو شمیر هېوادونو کې د روانو جګړو هواري ته ټولې ممکنه لارې چارې وسنجوي. د دوی اشاره د اوکراین، سوډان، هایټي او میانمار جګړو او شخړو ته وه چې هره ورځ د انسانانو ژوند اخلي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش وویل، لوږه اوس په غزه کې د هر کور دروازه ټکوي او په خبره یې اسرائیل غزې ته د ملګرو ملتونو د مرستو مخه نیولې ده. ملګرو ملتونو وړاندې تر دې په ځلونو په غزه کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی، خو هلته د جګړې په کچه کې کوم بدلون نه دی راغلی. یوه تازه راپور کې ویل شوي، چې شاوخوا زر تنه فلسطینیان تېرو څو اوونیو کې داسې مهال وژل شوي، چې د مرستو ټولولو مرکزونو کې مرستو ته راټول شوي وو.

- Advertisment -spot_img