د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د يو کلنو لاسته راوړنو پروګرام کې ویلي چې په بندخونه کې د پاخه عمر لرونکې برېتانوۍ جوړې ټول بشري حقونه خوندي او دوی له خپلو کورنیو سره په اړیکه کې دي او د روغتیا خدماتو سربېره، نور ټول اړین خدمات دوی ته چمتو شوي دي. ګارډین ورځپاڼې دوه ورځې وړاندې راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې د بند پاتې شوي د پاخه عمر لرونکي برېتانوي جوړې ماشومانو له طالبانو غوښتنه کړې، چې دوی مخکې له دې چې “په بند کې مړه شي” خوشې کړي. د برېتانوي جوړې اولادونو اعلان کړی، چې ملګري ملتونه به د دوشنبې په ورځ (دوشنبه) په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړي او د ۷۶ کلنې باربي رینولډز او د هغې د خاوند پیټر، ۸۰ کلن د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړي. د راپورونو له مخې، دا جوړه د پنځو نیمو میاشتو لپاره “پرته له رسمي تورونو” بندي شوې وه او تر اتو اوونیو پورې په لوړ امنیتي زندان کې جلا او تر څارنې لاندې ساتل شوې وه. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مخکې د دوو برېانوي اتباعو د بندي کېدو په اړه خبر ورکړی و، چې دوی د ځانګړو دلایلو له امله بندي شوي او د دوی د قضیو د حل لپاره هڅې روانې دي. خو متقي بيا وايي، چې د دې جوړې د خوشي کولو لپاره هڅې روانې دي، خو د دوی د خوشې کولو “مرحلې” لا بشپړې شوې نه دي.



