سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له جاپان سره د امریکا سوداګریزې اړيکې پراخېږي

ټرمپ له جاپان سره د یوې سوداګریزې معاملې خبر ورکړی او د دغه هېواد پر واردېدونکو توکو یې ګمرکي تعرفه ۱۵ سلنې ته راښکته کړې. پخوا دغه تعرفه ۲۵ سلنه وه. ټرمپ ویلي، له دغې معاملې سره به سلګونو زرو تنو ته د کار زمینه برابره شي او په خبره یې پخوا هېڅ داسې یو کار نه و شوی. د امریکا ولسمشر پر خپله ټولنیزه پاڼه (سوشل تروټ) لیکلي، هغه له جاپان سره تل پراخه اړیکو ته دوام ورکوي. د ټرمپ د معلوماتو له مخې جاپان به د ده په لارښوونه په متحده ایالتونو کې ۵۵۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي او خپل اقتصاد به د امریکایي موټرو او وریجو لپاره پرانیزي.

- Advertisment -spot_img