د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې نژدې راتلونکي کې به د جرمني په بن ښار کې د پاسپورټ چاپ لړۍ بېرته پیل شي. د ياد وزارت چارواکو نن د کلني راپور غونډې ته ویلي، “په اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته زیری ورکوو، چي په نژدې راتلونکي کې به د جرمني په بن ښار کې د پاسپورټ چاپ حوزه له څلور کلن ځنډ وروسته بیا فعاله شي.” د طالب چارو اکو په خبره، د يادو خدمتونو بيا پيل سره به په اروپایي هېوادونو کې د پاسپورټ له اړخه د افغان وګړو ستونزو ته فعاله رسېدنه وشي. دوی زیاته کړې، چې اوس د قونسلي چارو ریاست د ۷۹ ډوله مصدقه سندونو تصدیق خدمتونه ترسره کوي، په داسې حال کې چې یاد شمېر پخوا یوازې ۴۹ ډوله سندونه وو. چارواکي زیاتوي، د مصدقه سندونو لېست کې زیاتوالی د دې لامل شوی، چې د افغان وګړو غوښتنو ته ښه رسېدنه وشي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست ويلي، چې په تېر کال کې د ۱۷۶ هېوادونو څخه کابو ۲۵۰ زره بهرنیو وګړو لپاره ویزې صادرې شوې، د ویزې صدور په برخه کې یاد شمېر د تېرو کلونو په پرتله د ۶۰ سلنې زیاتوالي ښکارندويي کوي. د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې، په بهر کې د اسلامي امارت سیاسي او قونسلي استازولیو له لارې د کابو ۲۰۰ زره افغان وګړو لپاره د پاسپورټ خدمتونه ترسره شوي دي.



