له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پر دوام، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه بنسټ (یوناما) له راستنېدونکو د ملاتړ لپاره د ډېرې بودیجې غوښتنه کړې ده. یوناما نن په یوه پیغام کې خبرداری ورکړی،چې نوی بيړنی وضعیت په رامنځته کېدو دی. نوموړي بنسټ ویلي چې د ورځې زرګونه کډوال اېستل کېږي او په پولو کې بېبرخلیکه خوشي کېږي. د یوناما په خبره، مرستندویه بنسټونه د وضعیت د مدیریت لپاره هڅې کوي، خو ډېرې بودیجې ته اړتیا لري. یاد بنسټ زیاته کړې،چې په ټولنه کې د راستنېدونکو بیا ادغام به لویه ننګونه وي. طالب چارواکي بيا وايي چې د روان زېږدیز کال له پیله تر اوسه، یوازې له ایرانه څه باندې یو میلیون افغانان را اېستل شوي دي. ایراني حکومت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې، چې د بشري حقونو اندېښنې یې راپارولې دي.



