د طالبانو د حکومت ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، چې د کبانو سکټور د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې غونډې ته طرحه وړاندې کړې ده. یاد معاونیت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې طرحه کې په ټول هېواد کې د ۷۷۰۰ فارمونو جوړېدو وړاندیز شوی دی. دغه سکټور ویلي، که دغه فارمونه جوړ شي تر ۹۰ سلنې به د کبانو د غوښې اړتیا پوره شي. د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، چې د دې فارمونو په جوړېدو کې به ۳۰ زره تنو ته د کار زمینه برابره شي. یاد معاونیت زیاتوي، له هر اړخیزه بحث وروسته دوی طرحه منلې او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسئولینو ته سپارښتنه وشوه، څو په دې پالیسۍ کې د اوبو او انرژۍ وزارت نظرونه ځای پرځای او نهايي بڼه یې د تخنیکي کمېټې راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي. د کبانو روزنه په دې وروستیو کې مخ پر ودې روانه ده آن سلګونه کسان په کې په کار بوخت دي. د کبانو د روزنې فارم لرونکي وایي، د کبانو د روزنې فارمونو په زیاتېدو سره له بهره د صادرېدونکو کبانو مخه ونیول شي.



