د افغانستان کرېکـټبورډ خبر ورکړی،چې په سنګاپور کې د کرېکټ نړیوالې شورا کلنۍ غونډه، چې د جولای له ۱۷مې تر ۲۰مې نېټې دوام وکړ، پای ته رسېدلې. کرېکټبورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه غونډه کې د نورو هېوادونو د کرېکټ ادارو د مسئولینو ترڅنګ د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف او اجرائیوي رییس ښاغلي نصیب خان هم ګډون درلود. سرچینه کاږي، په دغه غونډه کې د تېر کال په راپور او راتلونکو کلونو په پلانونو خبرې وشوې. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په پلانونو کې د کرېکټ نړیوالې شورا راتلونکو سیالیو لپاره د کوربتوب حقوقو، د ۲۰۲۶ نړیوال جام او کرېکټ نړيوالې شورا په دوه برخو د ټېسټ لوبو د وېشلو ترڅنګ له ۲۰۲۷ م کال وروسته افغانستان، ايرلينډ او زيمبابوې هم ټیسټ اتلولۍ سیالیو ته اضافه کولو او د لوبډلو شمېر له ۹ څخه ۱۲ ته پورته کولو خبرې وشوې. د کرېکټبورډ د معلوماتو پر بنسټ، په یاده غونډه کې د کرېکټ نړیوالې شورا اجرائیوي کمېټې ته نوي غړي هم ور وپیژندل شول او دغه راز په کې دوه نورو هېوادونو د دغې شورا غړیتوب تر لاسه کړ. دا غونډه داسې مهال جوړېږي، چې په نړیوالو رسنیو کې د افغان نجونو د کرېکټ لوبډلې په اړه خبرونه خپاره شوي دي.



