چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په کابل کې د حجاب پر پلمه د ښځو پر نیولو د یوناما اندېښنه

ملګرو ملتونو په پلازمېنه کابل کې د طالبانو د حکومت له لوري د حجاب د سرغړونې په تور د یو شمېر ښځو په نیولو اندېښنه ښکاره کړه. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) ویلي: «موږ د جولای له ۱۶مې تر ۱۹مې پورې د ګڼو ښځو او نجونو د نیول کېدو له امله اندېښمن یوو،» یوناما پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «دا پېښې ښځې او نجونې له ټولنې نورې هم ګوښه کوي، د وېرې فضا ته وده ورکوي او د ولس باور کموي.» یادې ادارې زیاته کړې، چې په دې تړاو یې له چارواکو سره تماس نیولی دی. تېره اوونۍ یوه عیني شاهد فرانس پریس خبري آژانس ته ویلي وو، چې د کابل په مرکز کې یې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کسان په داسي حال کې ولیدل چې «دوې ښځې يې په جبري ډول موټر ته خېژولي.»

- Advertisment -spot_img