کندهار کې د طالبانو امنیه قومانداني خبر ورکړی، چې د کندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې ناپېژاندو کسانو یو ځوان په ډزو وژلی دی. د یادې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید ویلي چې وژل شوی کس د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د رنګریزانو کوڅه کې هټۍ درلوده. هغه زیاته کړې چې یاد کس تېره شپه ناوخته له خپل کور سره نږدې په ډزو وژل شوی دی. د هغه پر وینا، امنیتي ځواکونه هڅه کوي څو د یادې پېښې عاملین ونیسي او عدلي او قضایي ارګانونو ته یې وسپاري. بلخوا د وژل شوي کس ورور تیمورشا ويلي، ورور یې د غلو له خوا وژل شوی او غله له سیمې تښتېدلي دي.



