د المپیک ملي کمېټې خبر ورکړی،چې د افغانستان د سنوکر ملي لوبغاړي صالحمحمد محمدي د سنوکر اتلولۍ نړيوالو سیالیو په لړ کې د بحرین، کويټ او سکاټلنډ لوبغاړو ته ماتې ورکړې او حذفي پړاو ته يې لاره وموندله. د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د هېواد د سنوکر ملي لوبډلې لوبغاړي صالحمحمد محمدي د سنوکر اتلولۍ د شپږو بالونو برخه کې خپل کوېټي سيال ته د ۴ – ۱ نومرو، بحريني سيال ته ۴ – ۰ او سکاټلنډي سيال ته د ۴ – ۳ نومرو په توپير ماتې ورکړه او حذفي پړاو ته ووت. المپیک ملي کمېټې زیاته کړې، دغه سیالۍ د ماسټرانو او شپږو بالونو په دوو جلا برخو کې ترسره کېږي، چې د افغانستان په استازولۍ صالحمحمد محمدي د لویانو او احمدنعمان نعمان د نويو ځوانانو کټګوریو کې کډون کړی دی. د المپيک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د ۲۵ هېوادونو په ګډون د جولای په ۱۳مه د بحرین په کوربتوب په مانامه ښار کې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۵مې به دوام ولري. د یادونې ده، د سنوکر ملي لوبغاړي صالحمحمد محمدي له دې مخکې د سنوکر اتلولۍ نړيوالو سیالیو کې د بحرین او عمان لوبغاړو ته ماتې ورکړې وه او د متحده عربي اماراتو د لوبغاړي پر وړاندې یې ماتې خوړلې وه.



