د کرېکټ نړیوالې شورا ICC راپور ورکړی، چې د افغانستان د کرېکټ د ښځینه لوبډلې غړې چې اوس مهال په بهر کې اوسي، په را روانو دوو مهمو لوبلړیو کې ګډون وکړي. د ICC د بېګانۍ اعلامیې له مخې په پام کې ده، چې دا لوبغاړې په هند او سریلانکا کې د ۲۰۲۵ م کال د ښځو د کرېکټ په نړیوال جام او همدا راز په برېتانیا کې د راتلونکي کال د ښځو په شل اووریز نړیوال جام کې برخه ولري. د کرېکټ نړیوالې شورا په سنګاپور کې په خپل کلني کنفرانس کې دا پرېکړه کړې او د دې اقدام هدف یې د افغان ښځو ملاتړ بللی دی. طالبانو په ۲۰۲۱ م کال کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او همدا راز ورزشي لوبو او لوبغالو ته د هغوی پر ورتګ هم محدودیتونه ولګول.



