سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

تاجيکستان د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ګړندۍ کړې

په تاجکستان کې پولیسو د افغان کډوالو نیولو او اېستلو ته زور ورکړی؛ ګڼې کورنۍ له خپلو اولادونو بېلې شوې دي. یو شمېر افغانان چې دا مهال په تاجيکستان کې مېشت دي یا له دغه هېواده ایستل شوي، ويلي چې تاجيک چارواکو په ځانګړي ډول په وروستیو دوو اوونیو کې د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده. د دغو افغانانو پر وینا، تاجيک پولیسو لسګونه افغانان، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، له ښوونځیو، بازارونو یا خپلو کورونو نیولي او بیا يې په زوره افغانستان ته استولي دي. د دغو افغانانو پر وینا، سره له دې چې ډېری یې د استوګنې او کډوالۍ قانوني اسناد لري، خو بیا هم “په بې‌رحمانه ډول” اېستل کېږي او ځینې حتی د خپلو کورنیو له غړو جلا کړل شوي دي. دوی زیاتوي، نن دوشنبه له تاجيکستانه د وتلو وروستی ضرب‌الاجل ورته ټاکل شوی، خو نه دي پوه چې وروسته به له دوی سره څه ډول چلند کېږي. د تاجيکستان دولت د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په رسمي توګه تائید کړې ده. د دغه هېواد دولتي خبري آژانس «خاور» د جولای په ۱۹مه د سرحدي ځواکونو د مطبوعاتي مرکز د اعلامیې پر اساس ویلي، په وروستیو کې تاجيکستان ته د بهرنیو اتباعو تګ زیات شوی، چې ځینو یې “په غیر قانوني ډول” هېواد ته ورغلي او د استوګنې د قوانینو سرغړونه یې کړې ده. په اعلامیه کې ادعا شوې، چې دا کډوال د افراطي ډلو د افکارو د خپرولو، د جعلي اسنادو د برابرولو، د کډوالۍ له سیستمه د ناوړې استفادې، او د مخدرو موادو د قاچاق لپاره له تاجيکستانه د ټرانزیټي لارې په توګه کار اخلي. خو افغان کډوال دا تورونه ردوي، وایي ډېری له قانوني لارو تاجيکستان ته تللي او دا ادعاوې بې‌اساسه بولي. دوی وايي تاجيکستان ته په “غیر قانوني” ډول ننوتل، په موجوده شرایطو کې ناشوني دي.
- Advertisment -spot_img