د نړيوالو رسنیو د راپور له مخې د دولت او وسلهوالو په غوښتنه د سوریې له سویدا څخه د ملکي وګړو وتل پیل شول. الجزیرې او د سوریې دولتي ټلوېزیون د راپور له مخې، له سویدا د غیر دروزیانو وتل په حقیقت کې هغه څه دي، چې اسرائیل یې غواړي. راپورونه کاږي چې دې سره به سویدا د دروزیانو په انحصاري سیمه بدله او د اسرائیلو مستقیمي مداخلې ته به لار اواره کړي. څارونکي دغه اقدام د سوریې د تجزیې په لور لومړی ګام بولي. د دوی په باور دا د سوریې په تاریخ کې له ټولو ستره تېروتنه ده، چې مسئول به یې د سوریې حکومت اوسنۍ حاکمه ډله وي. دا په داسې حال کې ده، چې د سوریې سویدا کې د روزیانو او د حکومتي ملاتړ قبایلو ترمنځ نښتو کې چې له یوې اوونۍ راهیسې دوام لري سلګونه تنه وژل شوي دي.