د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر خبر ورکړی، چې د صهیونیستي رژیم لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو مسموم شوی. د اسرائیلي رسنیو د راپور له مخې نتنیاهو تېره شپه د نا ارامي احساس وروسته تر درملنې لاندې نیول شوی. ډاکټرانو د نوموړي له معایناتو وروسته د کولمو پړسوب او غذایي مسمومیت تشخیص کړی. د رسمي سرچينو په خبره، د وجود د اوبو کمښت مخنیوي له امله ورته سېروم ورکړل شوي او د درېیو ورځو د ارام توصیه ورته شوې.



