سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: که ایران نوې اټومي بټۍ جوړه کړي، ویجاړه به يې کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، که ایران د کومې نوې اټومي بټۍ د جوړولو هوډ وکړي، ویجاړه به یې کړي.

ټرمپ پر خپله ټولنیزه پاڼه “سوشل تروټ” ولیکل ” هغه درې اټومي تاسیسات په بشپړ ډول ویجاړ شوي” چې امریکا هوایي بریدونه پرې وکړل.
د ټرمپ په خبره، که ایران غواړي دغه اټومي تاسیسات بېرته په فعالیت راولي، نو په خبره یې کلونه وخت نیسي.
په تېره جون میاشت کې د ایران او اسرائیلو د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د امریکا جنګي الوتکو د ایران پر فوردو، نطنز او اصفهان اټومي بټیو بریدونه وکړل.
ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د امریکا ” ان.بي.سي” خبري شبکې ویلي، د ایران د دریو اټومي بټیو له ډلې چې امریکا برید پرې کړی، یوه یې بشپړه ویجاړه شوې او دوې نورې به یې تر دوو میاشتو پورې بېرته د یورانیمو پخول پيل کړي.

- Advertisment -spot_img