سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سمنګانو کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

سمنګانو کې ورزشي مسئولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د ۱۰ ټیمونو په ګډون پیل شوې. د یاد ولایت د طالبانو تر ولکه لاندې د فوټبال فدراسیون رییس تاج‌محمد خداداد ویلي،چې دا سیالۍ د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون له خوا پیل شوې او ټاکل شوې د دوو میاشتو لپاره به د ایبک ښاروالۍ په لوبغالي کې دوام ولري. خداداد زیاته کړې چې د سمنګان فوټبال لیګ د دغه پړاو غوره لوبډلې به د هېواد شمالي زون د اتلانو لیګ سیالیو کې برخه واخلي. د دغه لیګ لومړۍ لوبه چې د ازادي نوین او خورشید ټیمونو ترمنځ وشوه، د یوې – یوې نومرې په ترلاسه کولو سره مساوي پای ته ورسېده. بلخوا، د سمنګان د فوټبال لوبغاړو د دغه لیګ د ترسره کېدو هرکلی کړی او له فوټبال فدراسیون او طالب چارواکو یې غوښتي، چې په دغه ولایت کې د فوټبال د ودې لپاره لا ډېر فرصتونه رامنځته کړي. د طالب چارواکو پر وینا، ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د سمنګان د فوټبال لیګ الف ډله هم د ۱۲ لوبډلو په ګډون ترسره شي.

- Advertisment -spot_img