د طالبانو تر واک لاندې د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت خبر ورکړی، ، چې څه باندې ۸۷ زره راستنېدونکو کورنیو ته د ځمکې د وېشلو پروسه پیل شوې او په ۳۰۰۰ څخه زیاتو قضیو کې د غیر مجاز ودانیو مخه نیول شوې ده. د یاد وزارت چارواکو د رسنیو په مرکز کې د ادارې د تېر کال د لاسته راوړنو د وړاندې کولو لپاره په یوه پروګرام کې ویلي چې د راستنېدونکو کورنیو ته د ځمکې د وېشلو پروسه په څو ولایتونو کې پیل شوې او په تېر کال کې، څه باندې ۳۰۰۰ ناقانوني او غیر مجاز ودانۍ پېژندل شوې او چارې يې بندې شوې دي. د طالب چارواکو پر وینا، د قطر پروژې دوهم پړاو هم پیل شوی او د نیله باغ د استوګنې پروژې جوړول بشپړ شوي دي. سربېره پردې، د بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو لپاره د ۲۱ استوګنځایونو د جوړولو لپاره مفصل پلانونه او ډیزاینونه وروستي شوي دي. په همدې حال کې، د کډوالو نړیوال سازمان راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۵ م کال د جون له پیل راهیسې له ایران څخه د څه باندې ۵۴ زره خلک ایستل شوي، چې په ۲۰۲۵ م کال کې افغانستان ته د جبري راستنېدلو ټولټال شمېر څه باندې یو میلیون ته رسېږي. د اېستلو دا څپه ډېره شوې، په ځانګړې توګه د ایران او اسرائیل له جګړې وروسته بې سرپرسته ماشومان هم د ایستلشویو کسانو په ډله کې راغلي، چې دوی دوه چنده زیانمنوونکي دي.
زرګونو راستنو کډوالو ته د ځمکې د وېش لړۍ پیل



