ایراني رسنیو د یاد هېواد په یوه غرنۍ سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله د ۲۱ تنو د مړینې او ۳۱ نورو د ټپيکېدو خبر ورکړی. د راپورونو له مخې دا پېښه کاور ښار ته نږدې په یوه غرنۍ سیمه کې د مسافروړونکي موټر د چپهکېدو له امله شوې ده. په ورته وخت کې ځینو روغتیايي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی او ښايي د مړو شمېر ډېر شي. ایراني رسنیو دا نه دي ویلي، چې د دې پېښې قربانیان ټول ایرانیان دي که د کوم بل هېواد اتباع هم په کې شته. د ویلو ده، چې په ایران کې له دې وړاندې هم ورته خونړۍ ترافیکي پېښې شوې، چې له امله یې سلګونو تنو ته مرګژوبله اوښتې ده. د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې چې له تېر یو کال راهیسې په یاد هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله شاوخوا ۲۰ زرو تنو ژوند بایللی دی. د ایران ترڅنګ افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی، چې له تېرو څو کلونو راهیسې په کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې، چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول ښودل شوي دي.



