د شپږیزه کرېکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ نن د پنځو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شوې. په دغو سیالیو کې د هېواد له ټولو زونونو پنځه سپینغر، امو، بند امیر، بست او مس عینک لوبډلې برخه لري. د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د بست او امو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. یادې سیالۍ به د راتلونکې اګست میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې په کابل کې دوام ولري. د یادونې ده، تېر کال د شپږیزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو اتلولي امو لوبډلې ګټلې وه.



